د پاکستان ايکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په کابل کې د تحريک طالبان پاکستان يا TTP او د پاکستان ديني عالمانو ترمنځ له مذاکراتو د باخبره سرچينو په حواله ويلي، چې د پاکستان د تمې خلاف د دې هېواد ديني عالمانو پلاوي د ټيټيپي ډلې مشران نه دي قانع کړي او په يادو مذاکراتو کې له تمې سره سم پرمختګ نه دی شوی.
ورځپاڼې ويلي، چې د ديني عالمانو ياد پلاوي کابل ته له تګ وړاندې په پېښور کې د پاکستان د پوځ د قل اردو له اوسني قومندان او د دې هېواد د استخباراتي شبکې ISI له مخکيني مشر جنرال فېض حميد سره ليدلي او په دې ليدنه کې په کابل کې له تحريک طالبان پاکستان ډلې مشرانو سره د ترسره کېدونکو مذاکراتو په اړه مفصل بحث شوی دی.
ورځپاڼې په دې اړه خپل راپور کې ويلي، چې د تقي عثماني په مشرۍ د پاکستان ديني عالمانو پلاوي پرون سېشنبه د (زمري په ۴مه) کابل کې د تحريک طالبان پاکستان له مشر مفتي نورولي او د يادې ډلې له نورو مشرانو مذاکرات کړي.
د راپور له مخې، د يادو مذاکراتو پرمهال پاکستاني عالمانو تحريک طالبان پاکستان مشرانو ته د پاکستان د دولت پر وړاندې د جګړې خلاف د وافاقالمدارس فتواوې وړاندې کړي او ترې غوښتي يې دي، چې له جګړې د لاس اخيستو ترڅنګ دې له خپلې هغې غوښتنې هم تېر شي، چې د قبايلي سيمو د خپلواکۍ په اړه يې کړې ده.
ايکسپرېس ټريبيون د تحريک طالبان پاکستان يوې سرچينې له قوله ويلي، چې يادې ډلې د پاکستان ديني عالمانو د پلاوي وړانديز او فتواوې نه دي منلي او پر خپلو مطرح کړو غوښتنو يې ټينګار کړی دی.
سرچينې زياته کړې، چې د تحريک طالبان پاکستان مشرانو د پاکستان دولت خلاف له تاوتريخوالي د لاس اخيستو پر مقابل کې، پر خپلو ۸ وړاندې کړو شرطونو چې د قبايلي سيمو خپلواک کول هم په کې شامل دی ټينګار کړی او په دې توګه يې د مفتي تقي عثماني له غوښتنې انکار کړی دی.
بل خوا د پاکستان ديني عالمانو د پلاوي يوې سرچينې بيا ايکسپرېس ټريپيون ته ويلي، چې ياد پلاوی به نن چهارشنبه هم په کابل کې پاتې شي او هڅه به وکړي، چې د تحريک طالبان پاکستان ډلې مشران څه نا څه نرم کړي؛ خو د سرچينې د مالوماتو له مخې، د يادې ډلې د مشرانو نرمېدل ګران دي.