د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د نړیوالې ټولنې په استازیتوب خورا مهم کارونه سرته رسوي.
وېسټ نن په یوه ټویټ کې له واشنګټن څخه د یوناما د مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د کتنې د هرکلي ترڅنګ دغه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې یوناما حیاتي بشري مرستې رسوي او عملیات یې همغږي کوي، د بشري حقونو د ودې لپاره کار کوي او په ټول هېواد کې له اړو افغانانو سره په تعامل کې ده.