Home » افغانستان » ټوماس ویسټ د افغانستان په تړاو خپل سفر پرون پیل کړ

ټوماس ویسټ د افغانستان په تړاو خپل سفر پرون پیل کړ

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالتونو ځانګړی استازی د قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې په سفر وتلی دی.

ټام وېسټ دا سفر پرون پیل کړ. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې، وېسټ به په دوحه کې د قطر له چارواکو، د افغانستان د مدني ټولنې له مشرانو او د یو شمېر نورو هېوادو له ډیپلوماتانو سره وګوري.

دا اعلامیه زیاتوي چې ښاغلی وېسټ به په متحده عربي اماراتو کې د دې هېواد له مشرانو، له یو شمېر افغانانو سره چې د نظر خاوندان دي او له سوداګرو افغانانو سره خبرې وکړي.

نوموړی به په استانبول کې به د افغانستان له سیاسي مشرانو، خبریالانو، د بشري حقونو له مدافعانو او د بشري مرستو له متخصصانو سره وګوري.

ښاغلی وېسټ په داسې وخت کې له سیمې څخه کتنه کوي چې، نړیواله ټولنه هڅې کوي څو د افغانستان د څو اړخیزو ستونزو ته حل لاره پیدا کړي.

دا ستونزې د طالبانو له وروستیو بندیزونو سره چې په بشري مرستندویه مؤسسو کې یې د ښځو پر کار بندیزونه لګولي دي، لا پسې پراخې شوې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...