د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې د افغان کړکېچ د اواري لپاره باید د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو اترو لار غوره کړل شي.
توماس وېسټ دا خبره په داسې وخت کې کړې، چې سیمې ته یې د خپل تازه سفر په لړ کې په استانبول کې له یو شمېر افغان سیاستوالو او مدني فعالانو سره کتلي دي.
ښاغلي وېسټ استانبول کې له جلا وطنو افغان سیاستوالو او د مدني ټولنو له ځینو غړو سره د خپلې تازه کتنې انځورونه خپاره کړي او وايي له دوی سره یې افغانستان کې د شته ننګونو په تړاو سلا مشورې کړې.
توماس ویست پر خپل ټوېټر پاڼې د وحدت اسلامي ګوند د خلیلي څانګې مشر کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني، د عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم، د مارشال فهیم زوی ادیب فهیم، د اقتصاد پخواني وزیر مصطفی مستور چې د سولې د پخواني کمیسیون مشر عبدالله عبدالله ته نژدې کس بلل کېږي، جمعه خان همدرد او یو شمېر ښځینه فعالانو سره د خپلو ناستو انځورونه خپاره کړي.
د امریکا دغه ځانګړي استازي ویلي، له افغان سیاستوالو او فعالانو سره یې په خپلو کتنو کې، د طالبانو د پرېکړو په تړاو د هغوی ژورې اندېښنې اورېدلې، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو ، کار، زدکړې او د هغوی د راتلونکې به تړاو.
توماس وېسټ استانبول ته له سفر وړاندې دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړې شوې یوې ناستې کې هم ګډون کړی و او عربي اماراتو کې یې هم یو شمېر سیاستوالو سره کتلي و.