Home » افغانستان » ټروډو: د الظواهري وژل کېدل د نړۍ د خونديتوب لپاره ښه ګام دی

ټروډو: د الظواهري وژل کېدل د نړۍ د خونديتوب لپاره ښه ګام دی

د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو د امريکا له لوري په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو په اړه غبرګون ښودلی او د نوموړي وژل کيدل يې نېک اقدام بللی دی.

ټروډو نن سې‌شنبه د (زمري په ۱۱مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د القاعده شبکې مشر ايمن‌الظواهري وژل د نړۍ د امنيت خونديتوب لپاره يو ښه اقدام دی.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې کاناډا به له خپلو نړيوالو شريکانو سره د ترهګرۍ له امله د خطرونو پر وړاندې په مبارزه، د سولې او ثبات په پياوړتيا او په نړۍ کې د خلکو د خونديتو په برخو کې کار ته دوام ورکړي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د امريکا ولسمشر جوبايډن بېګا شپه د يوه خبري کنفرانس له لارې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن‌الظواهري د وژلو اعلان وکړ.

نوموړي وويل، چې د القاعده شبکې مشر ايمن‌الظواهري يې په کابل کې د امريکايې ځواکونو له لوري د بې‌پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې وژلی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ...