د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې ژمنه کړې چې د بیا ټاکل کېدو په صورت کې به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.
ټرمپ په یوه بیان کې چې د “تروث سوشیال” په نوم په خپل ټولنیز پلیټ فارم کې خپره کړې، د یلینسکي له ټلیفون اړیکې څخه یې مننه کړې او اعلان یې وکړ چې د راتلونکي ولسمشر په توګه به په نړۍ کې د سولې د رامنځته کولو او د هغو جګړو د پای ته رسولو هڅه وکړي چې د ډېری خلکو ژوند یې اخیستی دی. او ډېری کورنۍ اغېزمنې کړې دي.
په ځواب کې، زلینسکي د اوکراین لپاره د امریکا د پوځي ملاتړ ستاینه وکړه او د هغه په وړاندې یې د وژنې هڅه وغندله.
ټرمپ تر دې وړاندې هم په خپلو ویناوو کې ژمنه کړې وه چې که سپینې ماڼۍ ته راستون شي، د اوکراین د جګړې په ګډون ټول نړیوال بحرانونه به پای ته ورسوي، چې د ده په باور د اوسني حکومت د پالیسیو له امله رامنځته شوی دی.
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵ ترسره شي.