امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دغه هېواد به ډېر ژر افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او ځواکونه به خپل هېواد ته ور ستانه کړي.
نوموړي پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په يوه وېډيويي پيغام کې وويل، امريکا په افغانستان کې د سوله د راوستونکې په توګه خپل مسووليت ادا کوي، جګړه پای ته رسوي او سرتېري را ستنوي.
ټرمپ ټینګار وکړ، چې دوی له يوه پياوړي دريځه په افغانستان کې د سولې لپاره کار کوي او هلته جګړه پای ته رسوی تر څو له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي.
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د روان مېلادي کال د فبروري په وروستيو کې امريکا او طالبانو په دوحه کې د سولې تړون لاسليک کړ او له دې وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرو ته لاره پرانيستل شوه.
امريکا له طالبانو سره د سولې هوکړه کې ژمنه کړې چې په ۱۴ مياشتو کې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي. له دې سره هممهاله امريکايي چارواکي وايي، پر دغه ژمنه هغه مهال درېږي چې افغان حکومت او طالبان هوکړې ته ورسېږي او افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.
له تېرو ۱۲ ورځو راهيسې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شوې دي او هيله کېږي چې د دغو خبرو په پایله کې به افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.