د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ (جمعه، د سلواغې ۱۹مه) د جو بایډن امنیتي جواز لغوه کړ.
ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې لیکلي، چې نور د دې اړتیا نشته چې جو بایډن محرمو معلوماتو ته لاسرسی ولري او په سمدستي توګه باید د مخکني ولسمشر جو بایډن امنیتي جواز لغوشي.
د ویلو ده چې په متحده ایالاتو کې په دودیزه توګه ولسمشرانو ته د واک پرېښودو وروسته هم استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی ورکول کېږي، خو ټرمپ لیکلي چې تر دې وروسته به بایډن ته د ورځنیو استخباراتي معلوماتو ورکول بند شي.
دا اقدام د بایډن د هغې پرېکړې ځواب و چې په ۲۰۲۱کال کې یې امنیتي معلوماتو ته د ټرمپ لاسرسی پرې کړی و.