د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي غوښتي چې له یو بل سره خبرې وکړي.
ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، “ولسمشر پوتین او ولسمشر زیلنسکي باید له یوبل سره لیدنه وکړي. پوهیږئ ولې؟ ځکه چې موږ غواړو چې د میلیونونو کسانو د وژلو مخه ونیسو.”
تر دې مخکې زیلینسکي نیوکه کړې وه چې ولې په سعودي عربستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ په لیدنو کې کیف ته بلنه نه وه ورکړل شوې. د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو، مارکو روبیو او سرګي لاوروف د سه شنبې په ورځ په ریاض کې خبرې وکړې او توافق یې وکړ چې د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره مذاکره کوونکې ډلې معرفي کړي.
زیلنسکي ادعا کړې چې ټرمپ د روسیې تر «نفوذ» لاندې دی. ورته مهال ټرمپ زیلیسنکي «یو دیکتاتور او ناټاکل شوی» بللی او هغه یې د جګړې د پیل مسوول ګڼلی دی.