Home » سیمه او نړی » ټرمپ: زلنسکي له روسیې سره سولې ته چمتو نه دی

ټرمپ: زلنسکي له روسیې سره سولې ته چمتو نه دی

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره له یوې کړکېچنې کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې زلنسکي له روسیې سره سولې ته چمتو نه دی.

ولسمشر ټرمپ په دغه اعلامیه له زلنسکي سره کتنه «ډېره معناداره» بللې او زیاته کړې یې ده چې زیات شیان زده شول چې هېڅکله پرته له دې فشارونو د درک وړ نه و.

ښاغلي ټرمپ په اعلامیې کې ویلي: “چې که متحده ایالات د سولې په خبرو کې برخه ولري، ولسمشر زلنسکي سولې ته نه چمتو کېږي، ځکه هغه احساس کوي چې زموږ برخه لرل، امریکا ته ګټه رسوي.
ولادمیر زلنسکي د امریکا بې احترامي وکړه او کله چې سولې ته چمتو شي، بېرته راتلی شي.”

د ولسمشر ټرمپ مرستیال په کتنه کې د اوکراین په ولسمشر تور ولګاوه چې تبلیغاتي سفر کوي او دا یې «بې احترامي» وبلله چې دا کار په سپینه ماڼۍ کې د امریکایي مطبوعاتو په وړاندې کوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...