د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د کډوالو پروړاندې به بېړني حالت اعلان کړي او له یاد هېواد څخه د میلیونونو غیرقانوني کډوالو د ډلهيیزې ایستنې لپاره د امریکا له پوځ څخه کار واخلي.
ډونالډ ټرمپ پرون (دوشنبې د عقرب ۲۸مه) په ټولنیزو شبکو کې د محافظهکاره سیاسي فعال هغه پیغام تایید کړ چې څو ورځې وړاندې یې لیکلي وو: ” منتخب ولسمشر به اضطراري حالت اعلان کړي او په لویه کچه د کډوالو د ایستلو لپاره د اردو سرچینې وکاروي.”
دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ په خپله مشرۍ د نوي حکومت د کابینې د جوړولو لپاره خپل انتخابونه کوي او د کابینې په څو پوسټونو کې د هغه پخوانۍ ټاکنې هم له نیوکو سره مخ شوي دي.
هغه د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې پخوانی سرپرست «ټام هومن» د سرحدي ګزمې د مشر د څوکۍ لپاره انتخاب کړی دی