Home » سیمه او نړی » ټرمپ د جنوبي کارولینا په ګوندي ټاکنو کې «نیکي هیلي» ته ماتې ورکړه

ټرمپ د جنوبي کارولینا په ګوندي ټاکنو کې «نیکي هیلي» ته ماتې ورکړه

د امریکا پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په جنوبي کارولینا ایالت کې د جمهوري غوښتونکو په لومړنیو ټاکنو کې خپلې سیالې «نیکي هیلي» ته په سلو کې ۶۰ رایو په ګټلو ماتې ورکړې ده.

ټرمپ، چې د استیضاح د ۹۱ تورونو په اړه د څلورو محاکمو لپاره هم چمتووالی نیسي، په ایووا، نیوهمپشایر، نواډا او ویرجین ټاپوګانو کې د خپلو پخوانیو بریاوو سره په نیکي هیلي باندې فشار زیات کړی چې له سیالۍ لاس پر سر شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، تمه کېده چې د ټرمپ بریا به پر «نیکي هیلي» چې د دوو دورو لپاره د جنوبي کارولینا مشره وه، فشار زیات شي او پر خپلې نوماندۍ له سره غور کولو ته مجبوره شي.

خو «نیکي هیلي» په جنوبي کارولینا کې د خپلو پلویانو په منځ کې پر خپلې مبارزې ټینګار کړی دی.

د ویلو ده چې ټرمپ په جنوبي کارولینا کې په بریالي کېدو سره د درېیم ځل لپاره د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانۍ چانس زیات کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...