Home » سیمه او نړی » ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید پلان درلود

ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید پلان درلود

امریکايي رسنۍ خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو جګپوړو سلاکارانو غوښتي و چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په ترسره کولو ورته معلومات ورکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې څه موده وړاندې ټرمپ د خپل مرستیال مایک پینس، د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو، د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال مارک میلي په ګډون له خپلو جګپوړو سلاکارانو غوښتي و چې ایا په راتلونکو اونیو کې داسې څه لارې شته چې د ایران پر مهمو اټومي تاسیساتو برید وشي.

د ولسمشر ټرمپ سلاکارانو ورته ویلي چې دا کار دې هیڅ کله هم نه کوي، ځکه د دې حملې په کولو سره ښايي یوه لویه جګړه رامنځته شي.

د راپورونو له مخې ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې تر رپوټ وروسته دا پوښتنه مطرح کړې چې ایران به د غني شویو یورانیمو زېرمه کولو ته دوام ورکړي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ډېر حتمال و چې د برید لپاره ښایي د ایران د نتیځ اټومي تاسیسات په نښه شوې وای.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې وايي سپینې ماڼۍ په دې اړه له څرګندونو ډډه کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...