د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ (دوشنبې، د لیندۍ ۱۲مه) خبرداری ورکړی چې که حماس د ده د لوړې له مراسمو څخه مخکې برمته شوي کسان خوشې نکړي، له جدي پایلو سره به مخ شي.
د ټرمپ دغه خبرداری داسې مهال ورکړ شوی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ادارې په تېرو ۱۴ میاشتو کې یعنې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له ۷مې تر اوسه ونه شو کولی چې په غزه کې د اسراییلو جګړه پایته ورسوي.
ډونالډ ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې، ټروت سوشیل کې لیکلي، “که د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۲۰ مې برمته شوي کسان خوشې نشي، هغه نیټه چې زه په ویاړ د متحده ایالاتو ولسمشر کېږم، په منځني ختیځ کې به د هغوي پر ضد چې د بشریت ضد دا جنایتونه یې کړی، ناوړه عواقب ولري.”
ټرمپ د دغه پیغام په دوام لیکلي: “هغوي چې د دغې کار مسؤول دي، داسې سخت ګوزار به ورکړل شي چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې ساری ونه لري نو برنته شوی کسان دې همدا اوس خوشي کړي.”
ټرمپ د اسراییل سره ټینګ ملاتړ ښودلی خو په ځینو برخو کې یې د امریکا د ولسمشر جوبایډن په اداره په غزه کې د اسراییلو په جګړه نیوکې کړې ورته مهال د متحده ایالاتو منتخب جمهور ولسمشر لېوالتیا ښودلې چې په غزه کې د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړه د هوکړې له لارې پای ته ورسوي.