د امریکا مخکني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې د اوسني ولسمشر، جو بایډن سیاستونه به ډېر ژر واشنګټن په درېیمه نړیواله جګړه کې ښکېل کړي.
د رشا ټوډې د راپور له مخې، د امریکا مخکني ولسمشر پرون شپه په فیلاډلفیا کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د کډوالۍ، جرمونو او اقتصاد په هکله خبرې کړې دي.
هغه یو ځل بیا له خپلو پلویانو سره ژمنه کړې چې که د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې ټاکنې وګټي، نو د لوړې له مراسمو (د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۲۵مه) به د اوکراین د جګړې کړکېچ حل کړي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنیزو کمپاینونو کې ټرمپ په څو ځله خپل جمهوري سیال بایډن د امریکا د کورنیو او بهرنیو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو کړکیچونو د لامل په توګه یاد کړی او په دې باور دی چې د کډوالۍ په برخه کې د بایډن پالیسۍ امریکا ته د ترهګرو د ننوتو لار هواره کړې ده.
په ورته وخت کې، ټرمپ په فیلاډلفیا کې خپلو پلویانو ته دا هم ویلي چې متحده ایالاتو ته د کډوالو له ننوتلو سره به مبارزه وکړي او په وینا یې، “په لومړۍ ورځ به پوله وتړم.”
ټرمپ دا هم ویلي د بایډن هغه وروستی حکم به لغوه کړي چې پر اساس یې له امریکايي اتباعو سره د واده شویو ۵۰۰ زره غیرقانوني کډوالو د ایستلو مخنیوی شوی دی.
ټرمپ دا ادعا هم کړې چې د بایډن د ولسمشرۍ پرمهال «ایران زړور شوی او چین د پرمختګ په حال کې دی.»