د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، امریکایانو ته به د کورونا وېروس د خپرېدو په درشل کې د ماسک تړلو امر ونه کړي.
د ټرمپ دا څرګندونې وروسته تر هغه راغلې چې په هېواد کې د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر انتوني فاوسي له حکومت او سیمه ییزو مشرانو غوښتنه کړې وه چې خلک د ماسک تړلو ته وهڅوي او یا له زوره کار واخلي.
ډاکټر فاوسي وايي، د مخ پټول رښتیا هم “ډېر مهم” دي چې موږ ټول باید دا کار وکړو.
ولسمشر ټرمپ، چې وړاندې یې د ماسک تړلو ضد مبارزه وکړه، بالاخره د تېرې شنبې په ورځ په عام محضر کې ماسک تړلی راڅرګند شو.
خو د جمعې په ورځ یې له فاکس نیوز خبري اژانس ته خبرو کې وویل، له دې سره موافق نه دی پر عامو خلکو دې د ماسک تړل جبري شي، چې په وینا یې خلک باید “مشخصه ازادي” ولري.
د سوېلي جورجیا ایالت جمهوریپال والي بریان کېمپ راتلونکې میاشت ټرمپ د ماسک تړلو ته هڅولی دی.
ښاغلي کېمپ د ایالت له اوسېدونکو هم غوښتي چې بې ماسکه بهر ته را ونه وځي.

د اوکلاهوما سیټي چارواکي د ښار په کچه په کور د ننه ماسک تړلو غوښتنې په اړه سوچ کوي.
د امریکا ځینې ایالتونه- په تېره سوېلي هغه یې- د کورونا وېروس د ډېرو مثبتو پېښو ثبتېدو شاهدان دي.
په امریکا کې تر ۳٫۶ میلیون ډېرې د کورونا مثبتې پېښې ثبت شوې او تر ۱۳۹٫۰۰۰ ډېر کسان ترې مړه شوي چې د نړۍ تر هر بل هېواد ډېرې شمېرې دي.