د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ترکیې ولسمشر د چا خبرې نه اوري خو یوازې د ده خبرو ته غوږ نیسي. نوموړي زیاته کړې، د ترکیې رهبر یوازې زما اوري او بس.
اناتولي اژانس د فاکس نیوز په حواله راپور ورکړی دی چې نوموړي ویلي، د نړۍ رهبرانو هم ورته ویلي دي چې اردوغان یوازې د ده خبرې اوري.
نوموړي دا نه دي ویلي چې اردوغان یې کومه خبره اورېدلې او یا منلې ده خو زیاته کړې یې ده چې د نړۍ له یو شمېر رهبرانو سره یې خبرې کړې دي او هغوی هم ورته ویلي چې د ترکیې ولسمشر سره یوازې دی په خبره پوهېږي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ترکیې، المان او مصر تر منځ پر یو لړ مسائلو اختلافات رامنځته شوي او ټرمپ د همدې ستونزو په تړاو د فرانسې له ولسمشر امانول مکرون سره خبرې اترې کړې او د اتن، انقرې تر منځ یې پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.