Home » سیمه او نړی » ټرمپ؛ نن به یو ډېر مهم کس وبخښي
رویداد خبري آژانس

ټرمپ؛ نن به یو ډېر مهم کس وبخښي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي نن به یو ډېر مهم کس وبخښي، خو دا به ایډوارډ سنوډن یا د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین نه‌وي.

ټرمپ دا خبره پرون په ایرفورس.ون الوتکه کې سپرو خبریالانو ته وکړه، خو هغه په دې اړه نور جزئیات ورنه‌کړل.

سنوډن چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې پخوانی قراردادي و او اوس په روسیه کې اوسي، تورن دی چې په ۲۰۱۳ کال‌یې د امریکا د استخباراتو د ټولنې ډېر مهم محرم اسناد افشا کړي دي.

د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین هم ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ کې وروسته له هغې له کاره لیرې کړ چې ښکاره شوه، هغه د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس ته په متحده ایالاتو کې د روسیې له سفیر سره د خپلو اړیکو په اړه درواغ ویلي و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...