Home » افغانستان » ټرانسپورټ وزارت: تېر کال د افغانستان له فضا څه باندې ۴۰ زره الوتنې شوې

ټرانسپورټ وزارت: تېر کال د افغانستان له فضا څه باندې ۴۰ زره الوتنې شوې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین وایي چې تېر کال د افغانستان له فضا څخه ۴۰ زره او ۱۶ الوتنې شوې دي.

د یاد وزارت مسوولینو نن (دوشنبې، وږي ۵ مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې د تېر کال په پرتله د الوتنو شمېر زیات شوی، چې د هېواد په هوايي فعالیتونو کې د پام وړ زیاتوالی په ګوته کوي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال، فتح الله منصور ویلي: “په وروستیو دوو میاشتو کې د افغانستان له فضا څخه د الوتنو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او دا مهال په هرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له فضا څخه ۲۶۵ الوتنې کېږي.”

د ترانزیتي الوتنو تر څنګ یاد وزارت دا هم ویلي چې په تېر کال کې د هېواد له هوايي ډګرونو څخه ۱۲ زره ۵۰۳ الوتنې شوي دي.

د ټرانسپورټ وزارت د شمېرو له مخې، په دغو الوتنو کې ۱ میلیون ۸۹۷ زره ۲۸۳ مسافرو سفر کړی، چې له دې ډلې ۷۷۴ زره ۷۰۰ په هېواد کې دننه او یو میلیون ۱۲۲ زره ۵۸۳ کسانو له هېواد څهه بهر سفر کړی دی.

تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د کړکېچ له امله د لوفتهانزا، برټانوي هوايي چلند او سنګاپور هوايي شرکتونو د افغانستان له فضا څخه خپلې الوتنې زیاتې کړي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...