د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرامپ پر ده د لګول شویو ۳۴ تورونو په تړاو محکمې ته ځان بې ګنا بللی دی.
دا تورونه له رایه ورکوونکو نه د خپل ځان په اړه د داسې معلوماتو پټ ساتلو لپاره په مالي اسنادو کې د جعلکارۍ په اړه دي چې ده ته یې د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې زیان رسولی شو.
په دغو تورونو کې دوو ښځو ته له ده سره د اړیکو په تړاو د چوپ پاتېدو په اړه د پیسو ورکول هم وو چې ده رد کړي دي. څارنوال وویل چې ټرامپ دا پیسې د خپل وکیل مایکل کوهن له لارې لېږدولې وې.
قاضي ویلي چې د ښاغلي ټرمپ محاکمه د راتلونکي زیږدیز کال په لومړیو کې پیلېدلی شي.
په نیویارک کې د محکمې مخې ته د ښاغلي ټرمپ لوی شمېر پلویان او مخالفان ورټول شوي وو.
له دې مخکې ښاغلي ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو: “د سې شنبې په ګهیځ محکمې ته ځم، که دوی یې ومني یا نه، امریکا باید په دې ډول نه وای”.
ښاغلی ټرمپ نیویارک ته په خپله ځانګړې الوتکه کې تللی.
ښاغلی ټرمپ د نیویارک منهاټن جنايي محکمې ته حاضرشو. دا محکمه د امریکا د قانون عملي کولو بنسټ ګڼل کېږي.
د نیویارک ښاروال اریک اډمز د دوشنبې په ورځ وویل، نیویارک ته له رسېدو مخکې په ټرمپ څلي کې ټینګ امنیت نیول شوی، که څه هم ښار کې کوم مشخص ګواښ نه دی اعلان شوی، خو چارواکو امنیت ټینګولو ته ژمنتیا ښودلې ده.
بل لور سپینې ماڼۍ د ښاغلي ټرمپ نیول کېدو او محاکمې په هکله له تبصرې ډډه کړې.