راتلونکی کال به په افغانستان او عراق کې د امریکا اوږدې جګړې ختمې شي.
میلټري ټایمز نشریه په یوه تحلیل کې لیکي که بایډن هم د ټرمپ تګلارې ته ادامه ورکړي نو ددې احتمال شته چې تر مې میاشتې پورې ټول امریکایي عسکر له افغانستان ووځي.
د سرچینې په وینا نو همدا امریکایانو ته یو ښه خبر دی چې په ۲۰۲۱ز کال کې به دوی په نړۍ کې په کومه جګړه کې ښکېل نه وي.
میلټري ټایمز وایي ټول امریکایي چارواکي دمګړی هڅه کوي چې د راتلونکې میلادي میاشت تر نیمايي له افغانستان خپل سرتېري وباسي او شمېر یې ۲۵۰۰ ته راښکته کړي.
میلټري ټایمز وایي دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه چې اوس امریکا ورو ورو ترې په شا کېږي خو دا چې د بايډن نیت به څه وي د جنورۍ تر شلمې وروسته به روښانه شي.