Home » افغانستان » ټاکل شوې نن د شانګهای سازمان غړو هېواودنو غونډه کې د افغانستان پر وضعيت بحث وشي

ټاکل شوې نن د شانګهای سازمان غړو هېواودنو غونډه کې د افغانستان پر وضعيت بحث وشي

افغانستان به د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو د نننۍ غونډې د اجندا یوه مهممه موضوع وي.

په دغه غونډه کې چې د هند پلازمېنه نوی ډیلی به یې کوربه وي، د دې سازمان د امنیت شورا مسوولین له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره موادو د قاچاق او تنظیم شویو جرمونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.

که څه هم نه‌ده څرګنده چې په دې غونډه کې به په مشخص ډول د افغانستان اړوند پر کومو مسایلو خبرې وشي، خو د دې سازمان اکثره غړي چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ ګواښ ته اندېښنه لري.

خو تر دې وړاندې سرپرست حکومت په ځلونه ویلي چې، هیچ چاته به اجازه ورنه‌کړي چې د دې هېواد له خاورې نورو ته ګواښ متوجه کړي.

افغانستان د دې سازمان چې په ۲۰۰۱ کال د شپږو هېوادونو، روسیې، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له‌خوا جوړ شوی، څارونکی غړی دی.

هند او پاکستان یې په ۲۰۱۷ کال بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او ایران، بیلاروس او منګولیا یې هم نور څارونکي غړي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...