د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی وايي د دواړو مذارکره کوونکو ډلو د فیصلې په اساس د سولې دویم پړاو مذاکرات د شنبې په ورځ په دوحه کې پیلیږي.
د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي یو غړي غلام فاروق مجروح ویلي چې تېره ورځ ماښام د دواړو خواو کاري کمېټو مقدماتي غونډه کړې ده.
د هېواد مرکچي پلاوي ډله د دویم پړاو مذاکراتو د پیل لپاره سې شنبې په ورځ قطر ته سفر وکړ.
د همدې ډلې یوې غړې حبیبه سرابې وویل دغه مذارات به له هېلو او اندیښنو سره مل وي.
هغې زیاته کړه چې په دغه پړاو کې به له طالبانو سره “سخت او جدي” بحثونه وشي.
په عین حال کې د افغانستاند جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح د سولې بهیر د اوږدېدو مسولیت د طالبانو په غاړه اچولی او ویلي یې دي چې دغه ډله د نوي افغانستان حقیقتونه نه مني.