د افغانستان لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی ټام وېسټ چې د زلمي خليلزاد له استعفا وروسته يې د نوموړي پر ځای دنده پيل کړې وايي، په پام کې ده چې امريکا په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلې د ماتولو په موخه له طالبانو سره په استخباراتي کچه د مذاکراتو نوی پړاو پيل کړي.
نوموړي ويلي چې دغه مذاکراتو به امريکا او طالب پلاويو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شي. خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې د مذاکراتو ياد پړاو به څه وخت پيل شي.
نوموړي دا څرګندونې پرون ناوخته د (لړم په ۱۷مه) د ټلېفون له لارې په واشنګټن کې خبريالانو ته کړي دي. وېسټ زياته کړې، دامهال طالبان په افغانستان کې د داعش له بريدونو سره مخ دي خو په خبره يې امريکا غواړي چې طالبان د داعش په مقابل کې بريالي شي او دې ډلې ته په غوڅه توګه ماتې ورکړي.
نوموړي په ورته مهال په افغانستان کې د القاعده ډلې د حضور په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د يادې ډلې په تړاو يې تل له طالبانو سره بحث کړی دی.
ټام وېسټ له دې وړاندې خبر ورکړی و چې د افغانستان مسايلو په اړه له خپلو شريکانو سره د سلامشورو په موخه د اروپا سفر پيلوي. نوموړی دامهال د بلجيم په پلازمېنه بروکسېل کې دی او دغلته يې د ناټو غړيو هېوادو له استازو سره د افغانستان په اړه خپل راتلونکی پلان شريک کړی دی.
ټاکل شوې چې نوموړی به په راتلونکو ورځو کې پاکستان، هند او روسيې ته هم د افغانستان مسئلې په باب د بحث لپاره سفرونه ولري.