Home » افغانستان » يونېسف له ۴۰زرو ډېرو خوارځواکو افغان ماشومانو ته درمل چمتوو کړي

يونېسف له ۴۰زرو ډېرو خوارځواکو افغان ماشومانو ته درمل چمتوو کړي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونېسف وايي، چې په افغانستان کې يې د ۴۰زره او ۷سوه تنو هغو ماشومانو لپاره درمل چمتوو کړي، کوم چې له خوارځواکۍ سره لاس او کرېوان دي.

په افغانستان کې د دې صندوق د خوارځواکۍ برخې مسوولې ملاني ګالوين نن دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې دغه اندازه درمل يې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره وېشلي دي.

نوموړې زياته کړې، چې يونېسف د خپلو هڅو په ترڅ کې توانېدلی څو په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې په موخه فرصت بيا رامنځته کړي.

له دې وړاندې يونېسف په خپل يوه راپور کې خبرداری ورکړی و، چې که پر خوارځواکۍ له اخته افغان ماشومانو سره جدي او بېړنۍ مرستې ونه شي، نو ښايي په دې هېواد کې يو ميليون ماشومان د يادې پديدې له امله مړه شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...