د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونېسف اعلان کړی، سبا به په هغو ولايتونو کې د ګوزڼ ضد کمپاين پای ورسېږي، چې روانه اوونۍ په کې نوموړی کمپاين پيل شوی دی.
يونېسف نن چهارشنبه د (تلې په ۲۷مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې سبا پنجشنبه هم د ګوزڼ د محوه کولو فرصت شته او په خبره يې، له ګوزڼ څخه د ماشومانو د خونديتوب يوازينۍ لار، ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق کول دي.
په همدې حال کې يونېسف له ټولو کورنيو غوښتي، چې ټول ماشومان په ځانګړې توګه نوي زېږدلي ماشومان له ګوزڼ څخه د خونديتوب لپاره واکسين کړي.
د ګوزڼ ضد دا کمپاين تېره دوشنبه په کابل، کندهار، هلمند، نیمروز، زابل، ارزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، فراه، غزني، خوست، پکتیکا او پکتیا کې شو.
د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو له مخې، د ياد کمپاين په ترڅ کې به په ذکر شوو ولايتونو کې ۶ ميليون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق شي.