د ملګرو ملتونو لپاره د ماشومانو ادارې(يونېسف)د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان ماشومانو لپاره د راتلوونکی کال په ترڅ کې د یو میلیارډ ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده.
اعلامیې د یونېسف اجرایوي مشرې کاترین رسل له قوله خبر ورکړی چې په ۲۰۲۵م کال کې داسې اټکل کوي چې د نړۍ په ۱۴۶هېوادونو او سیمو کې به دوه سوه دیارلس میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا ولري.
نوموړي زیاته کړې چې د همدې لپاره یونېسف د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د نهه اعشاریه نهه میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې ده، چې له دې جملې څه باندې یو میلیارډ د افغان ماشومانو لپاره ورپسې تر ټولو ډېره مرسته د سوډان، بیا د کانګو او ورپسې د فلسطنیانو او لبنانیانو لپاره غوښتل شوې ده.
يونيسېف دغه راز ويلي اقليمي بدلون، زلزله، د ناروغيو خپرېدو او د جګړو ډېرېدو لسګونه ميليونه ماشومان او د هغوی کورنۍ له سختو شرايطو سره مخ کړي دي.