Home » افغانستان » يونيسيار په وروستيو کې نږدې يو ميليون افغانانو ته نغدي مرستې وېشلي

يونيسيار په وروستيو کې نږدې يو ميليون افغانانو ته نغدي مرستې وېشلي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا يونيسيار خبر ورکړی، چې په افغانستان کې يې بشري اړتياوو ته په پام سره عامو افغانانو ته نغدي مرستې رسولي دي.

يونيسيار په دې اړه خپل ټوېټر کې نن سې‌شنبه د (غبرګولي په ۳مه) د يوه وېډيويي پيغام په خپرولو سره ويلي، چې په تېرو ۱۸ مياشتو کې يې ۸سوه زره اړمنو افغانانو ته نغدي مرستې ورکړي دي.

په دې پيغام کې د يونيسيار مالي او کنټرول مشر هانس برېټ ويلي، چې خلکو ته د يادو نغدي مرستو وېشلو موخه دا ده، څو په خبره يې ځان ته لومړني توکي او سرپنا پرې چمتوو کړي.

له دې سره د خوړو نړيوال پروګرام هم خبر ورکړی چې دامهال په افغانستان کې د لوږې کچه په شدت سره د لوړېدو په حال کې ده.

دې بنسټ زياته کړې، چې لوږې په لوړېدو سره په افغانستان کې د يوه سخت بشري ناورين اټکل شته او ټينګار يې کړی چې د دې ناورين د مخنيوي په موخه دې له افغانستان سره د نړيوالو مرستې زياتې شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...