د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صند يا يونيسف وايي، دا مهال په افغانستان کې ماشومان له روغتيايي پلوه له يوه سخت حالت سره مخ دي.
يونيسف په دې اړه خپل ټوېټر د وېډيو په خپرولو سره ويلي، که د افغان ماشومان په اړه بېړنی اقدام ونه شي نو په افغانستان کې به يو ميليون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
په افغانستان کې د يونيسف د اړيکو مسوول پراوران مهات په کابل کې د اندراګاندي روغتون ته ورغلی دغلته يې د ناروغو ماشومانو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي له ډونرانو او هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعيت ته په پام سره، ژر د همکاريو په موخه لاس په کار شي.