Home » افغانستان » يونيسف يو کال کې ۳.۸ ميليونه افغانانو ته د پاکو اوبو د تهيې زمينه برابره کړې

يونيسف يو کال کې ۳.۸ ميليونه افغانانو ته د پاکو اوبو د تهيې زمينه برابره کړې

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف وايي، چې د تېر يوه کال په جريان کې يې ميليونونه هغو افغانانو ته د پاکو اوبو د چمتوو کولو زمينه برابره کړې، چې په ياده برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

په افغانستان کې د يونيسف دفتر نن يک‌شنبه د (زمري په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې يې ۳.۸ ميليونه افغانانو ته د دې زمينه برابره کړې، چې پاکو او خوندي اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

د يونيسف په خبره، پاکو اوبو ته د ياد شمېر کسانو په لاسرسي سره به دغه خلک له روغتيايي پلوه سالم او خوندي ژوند ولري.

د ملګرو ملتونو په راپورونو کې وړاندې خپاره شوي ويل شوي، چې لا هم په افغانستان کې ميليونونه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له همدې کبله ياد خلک له بېلابېلو ناروغيو سره مخ کېږي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...