Home » افغانستان » يونيسف: له يو ميليون ډېر افغان ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

يونيسف: له يو ميليون ډېر افغان ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف په افغانستان کې د ماشومانو وضعيت اندېښمنوونکی بللی او ويلي يې دي، چې دغلته د مرګ له ګواښ سره د مخ شوو ماشومانو شمېر زيات شوی دی.

دې صندوق پرون سې‌شنبه ناوخته د (غويي په ۲۷مه) خپل ټوېټر کې ويلي، چې د افغان ماشومانو اوسنی وضعيت له دې کبله د اندېښنې وړ دی، چې د ناسمو شرايطو له امله ۱.۱ ميليون هغه يې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

يونيسف ويلي، دغه شمېرې د تېر ۲۰۱۸ زېږديز کال په پرتله دوه برابره زياتوالی په ګوته کوي او په خبره يې که له ماشومانو سره اړينې مرستې ونه شي، ښايي دا شمېر له دې هم پورته شي.

له دې وړاندې د ماشومانو ملاتړو نړيوالو بنسټونو راپور ورکړی و، چې دامهال په افغانستان کې دوه ميليونه ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ دي او له امله يې پر خوارځواکۍ د اخته لسګونه زره ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...