له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق يا يونيسف په يوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې سر نن دوشنبې د (غبرګولي په ۲مه) په ټول افغانستان کې ماشومانو ته ګوزڼ ضد څاڅکو د ورکولو کمپاين پيل پيلېږي.
يونيسف په خپله هخبرپاڼه کې له افغانانو غوښتي، چې د ماشومانو په واکسينولو سره د يادې ناروغۍ پر وړاندې له پيل شوي کمپاين سره پوره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په ځينو ولايتونو لکه اروزګان، هرات او سرپل کې وار له مخې د ګوزڼ ضد واکسين د تطبيق لړۍ پيل شوې ده.
د هرات روغتيايي مسوولانو پرون رسنيو ته ويلي، چې د ګوزڼ ضد د دغه کمپاين په ترڅ کې به يوازې د هرات ۹۲۲زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شي.
په سرپل کې هم روغتيايي چارواکو وايي، چې د واکسين تطبيق لړۍ ښه روان ده او د پای ته رسېدو په ترڅ کې به ټولټال د دې ولايت ۱۸۷ زره ماشومان واکسين شي.