Home » افغانستان » يونيسف: د زلزلې له امله زيانمن ۱۹۰ زره افغان ماشومان بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري

يونيسف: د زلزلې له امله زيانمن ۱۹۰ زره افغان ماشومان بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف وايي، چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله لسګونه زره ماشوم هم اغېزمن شوي دي.

دې صندوق نن چهارشنبه د (چنګاښ په ۱۵مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، دامهال د هغو ماشومانو شمېر ۱۹۰زره او ۸سوه ماشومانو ته رسېږي، چې د وروستۍ زلزلې له امله يې په پکتيکا او خوست کې کورنۍ او د کورنۍ اکثره غړي له لاسه ورکړي دي.

د يونيسف په خبره، دامهال ياد شمېر افغان ماشومان په بېړنۍ توګه لومړنيو مرستو ته اړتيا لري. يونېسف زياته کړې، چې د يادې ادارې اړوند ټيمونه په پکتيکا او خوست کې زيانمنو ماشومانو ته د روغتيايي او خوراکي مرستو پر رسولو بوخت دي.

د ماشومانو د ملاتړ دې صندوق څرګنده کړې، چې په يادو مرستو کې صابون، روغتيايي او د لومړنيو توکو کڅوړې شاملې دي.

دوې اوونۍ وړاندې د خوست په سپېرې او د پکتيکا په ګيانو ولسوالۍ کې سختې زلزلې له ۱۱سوو ډېر ځايي اوسېدونکي شهيدان او تر ۱۸سوو نور يې ټپيان کړل.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...