Home » سیمه او نړی » يونان کې د بېړۍ ډوبېدو په پېښه کې اتو کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی

يونان کې د بېړۍ ډوبېدو په پېښه کې اتو کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د یونان ساموس ټاپو ته څېرمه د بېړۍ د ډوبېدو له امله شپږو ماشومانو او دوو مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ساموس ټاپو د ساحلي ګارډ په وینا، د دې کښتۍ ۳۶ ژوندي پاتې کسان په یوه ډبرین ساحل کې موندل شوي، یادې ادارې زیاته کړې چې د ژغورنې هوايي او ځمکنۍ عملیات لا هم دوام لري.

د ویلو ده چې دا څوم ځل دی چې په یونان کې د پناه غوښتونکو بېړۍ ډوبېږي او ګڼ شمېر کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي، یوناني چارواکي د بېړۍ له لارې د دغه پناه غوښتونکو د سفر د زیاتوالي لامل په منځني ختیځ کې روانې جګړې بللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یونان ټاپوګانې د هغو پناه غوښتونکو لپاره کلیدي لارې دي چې په غیرقانوني ډول له ترکیې څخه اروپایي هېوادونو ته ځي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...