Home » افغانستان » يوناما: په افغانستان کې د رسنيو ازادۍ خونديتوب روښانه چوکاټ ته اړتيا لري

يوناما: په افغانستان کې د رسنيو ازادۍ خونديتوب روښانه چوکاټ ته اړتيا لري

په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما يو وار بيا په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ پر خونديتوب ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې سرپرست حکومت دې د رسنيو ازادۍ ته درناوی وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستيال او د يوناما سرپرست مشر مارکوس پوټزل نن چهارشنبه د (وږي په ۳۰مه) د يک ټلوېزيون دفتر ته ورغلی او هلته يې د خبريالانو فعاليتونو ته د درناوي په موخه غږ پورته کړی.

نوموړی وايي، چې د يوې سالمې ټولنې د لرلو په موخه د رسنيو ازادۍ ته اړتيا ده. د پوټزل په خبره، په افغانستان کې د رسنيو ازادۍ د خونديتوب يوه روښانه او واضيح چوکاټ ته اړتيا لري.

مارکوس پوټزل ټينګار کړی، چې افغان خبريالان بايد د خپل ځاني امنيت په اړه هېڅ وېره ونه لري. د يوناما سرپرست داسې مهال د خبريالانو او د رسنيو د ازاديو پر خونديتوب ټينګار کوي، چې د نړيوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، دامهال په افغانستان کې رسنۍ له فشار سره مخ دي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو تل ويلي، چې د رسنيو ازادۍ ته ژمن دي او هېڅ خبريال ته په افغانستان کې خطر نشته. دوی زياته کړې، چې خبريالان کولی شي د رسنيو منل شوو اصولو په چوکاټ کې په خلاص زړه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...