Home » افغانستان » يوناما: ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي

يوناما: ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي

په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما خبر ورکړی چې دغه سازمان له افغانستان سره په اقتصادي او بشري برخو کې مرستو ته ژمن دی.

يوناما په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز پرون دوشنبه د (لېندۍ په ۲۲مه) له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لېدلي او له نوموړي سره يې د افغانستان پر اوسني اقتصادي او بشري وضعيت خبرې کړي دي.

يوناما زياته کړې د يادې لېدنې پرمهال ميرمن لاينز ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه له افغانستان سره په اقتصادي او بشري برخو کې مرستو کولو ته ژمن دي.

ملګري ملتونه داسې مهال له افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو د کولو ژمنتيا په ډاګه کوي چې دا مهال افغانستان له اقتصادي پلوه په خورا سخت بحران کې ولاړ دی.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو خبر ورکړی و په اوونيزه توګه به افغانستان ته شل ميليونه ډالر لېږدوي او په دې پيسو به په افغانستان کې دننه لومړني توکي پيري او پر اړمنو خلکو به يې وېشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...