Home » افغانستان » يوناما: طالبان دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځينه افغان کارکوونکو ځورول بند کړي

يوناما: طالبان دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځينه افغان کارکوونکو ځورول بند کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي يا يوناما پرون دوشنبه ناوخته (وږي په ۲۱مه) په افغانستان کې د طالبانو له لوري د خپلو افغان ښځينه کارکوونکو پر ځورولو اندېښنه ښودلې ده.

يومانا ويلي، چې طالب چارواکي دې په افغانستان کې دننه د ملګرو ملتونو د کارکوونکو ازاد تګ راتګ په شمول، د دوی ټولو کارکوونکو امتيازونو او خونديتوب ته د درناوي په برخه کې خپل مسووليت ترسره کړي.

له دې سره پرون د ملګرو ملتونو وياند سټيفين ډوجېرک هم پرون په نيويارک کې خبريالانو ته د خبرو پرمهال، په افغانستان کې د نوموړي سازمان د کارکوونکو پر ځورولو اندېښنه ښودلې.

نوموړي ويلي، په افغانستان کې طالبانو د ملګرو ملتونو دوې ښځينه افغانې کارکوونکې د لنډ وخت لپاره د پوښتنو او ګروېګنو په موخه نيولې وې.

ډوجېرک ويلي، چې ملګري ملتونه له طالبانو څخه په سم‌لاسي توګه د خپلو افغان ښځينه کارکوونکو د ډارولو او ورته د ګواښونو پېښولو مخنيوي غوښتنه کوي. نوموړي ټينګار کړی، چې طالبانو دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو امنيت خونديتوب په برخه کې روښانه ضمانت او ژمنې وکړي؛ د ډوجېرک په خبره، دا کار د نړيوالو اصولو له مخې د افغانستانامسووليت دی.

خو د حکومت د وياند مرستيال بلال کريمي بيا په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ملګرو ملتونو هېڅ کارکوونکي ته په افغانستان کې ستونزې نه دي جوړې شوي.

هغه ويلي، چې يوازې په کندهار کې له دوو ميرمنو څخه د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت کارکوونکو پوښتنې کړي. د کريمي په خبره، د ملګرو ملتونو د کارکوونکو په توګه د يادو ميرمنو د هويت له روښانه کېدو وروسته، په سم‌لاسي توګه پرېښودل شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...