د ملي دفاع سرپرست وزير ملا يعقوب مجاهد وايي، د اسلامي امارت چارواکي د خپل مسووليت له مخې په دې هڅه کې دي، چې له ممکنه لارو په استفادې سره پرمختګ ته زمينه برابره کړي.
نوموړي نن يکشنبه د (غبرګولي په لومړۍ) د اسلامي امارت مخکيني رهبر اختر محمد منصور د ۶م تلين په مناسبت جوړو شوو مراستو ته وويل، چې چارواکي تل د هېواد د پرمختګ په هڅه کې دي؛ خو په خبره يې د دې کار لپاره د ولس ملاتړ ته اړتيا ده.
مجاهد په افغانستان کې موجوده ستونزې تائيد کړې؛ خو زياته يې کړه چې دغه ستونزې په لنډه موده کې نه شي حلېدای. نوموړي تېر حکومت او بهرنيان تورن کړل چې په افغانستان کې يې نفاق او فساد ترويج کړی او په خبره يې د دې ټولو مخنيوي او سمولو په موخه لږ څه وخت ته اړتيا ده.
ملا يعقوب د خپلو خبرو په ترڅ کې ځينو هغو هېوادونو ته چې پر افغانستان يې بنديزونه لګولي هم اشاره درلود او زياته يې کړه، چې له افغانستان سره د اوسنيو واقعيتو پر بنسټ هغه تعامل چې کلونه وروسته يې کوي، اوس دې يې وکړي.