د عربي اماراتو او اسرائيلو ترمنځ د سياسي اړيکو عادي کولو په ترڅ کې تازه د اسرائيلو بهرنيو چارو وزير يار ليپېډ عربي اماراتو ته رسېدلی دی.
لپېډ په خپل ټوېټر کې هغه انځورونه شريک کړي چې د عربي اماراتو له چارواکو سره يې په ګډه اخيستي. نوموړي عربي اماراتو ته خپل دا لومړی سفر تاريخي بللی او زياته کړې يې ده چې د اماراتي چارواکو له لوري يې تود هرکلی شوی دی.
ټاکل شوې يار ليپېډ به د خپل دې دوه ورځني سفر پرمهال په ابوظبۍ کې د اسرائيلو سفارت او دغه راز به په دوبۍ کې خپله قنسلګري هم پرانېزي.
د عربي اماراتو او اسرائيلو ترمنځ د سياسي اړيکو له عادي کېدو وروسته دا لومړی ځل چې د اسرائيلو جګپوړی پلاوی عربي اماراتو ته رسمي سفر کوي.
دې دواړو هېوادونو په تېر ۲۰۲۰ زېږديز کال کې د امريکا په منځګړيتوب خپلې سياسي اړيکي عادي او دامهال يې د سفارت تر حده ورسولې.