Home » افغانستان » وېسټ له کرزي سره د افغان ښځو د تعلیم او کار په تړاو خبرې کړي

وېسټ له کرزي سره د افغان ښځو د تعلیم او کار په تړاو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار د حق ورکولو پر موضوع خبرې وکړې.

وېست پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې له کرزي سره په ټلیفوني خبرو کې یې ښوونځیو او کار ته د نجونو او ښځو د عاجل ستنېدو پر اړتیا بحث وکړ او د افغانانو ترمنځ یې د ډیالوګ پر لوري د ګام اخیستو په اړه خبرې وکړې.

د کرزي د مطبوعاتي دفتر یوه غړي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ,وايي: “په دغو خبرو کې دواړو لوریو له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دغه مرستې سرعت ومومي. د دغو خبرو په ترڅ کې همداراز د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د بېرته پرانیستو او کار ته د ښځو پر بېرته ستنېدو ټینګار وشو.”

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېست د مطیع اله ویسا نیول کېدل غیرعادلانه بللي او د بشري مرستو په رسولو کې یې د ښځو ونډه حیاتي بللې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...