د بامیانو د والي دفتر وایي چې د «وینټو» په نامه یوه ایټالیایي موسسه د دغه هېواد له فلورانس پوهنتون سره په همکارۍ په بامیانو کې د سمڅو اوسېدونکو او بېوزلو کورنیو ته سل کورونه جوړوي.
د بامیانو د والي دفتر په اعلامیه کې راغلي چې د یادې موسسې مشر، اني بالي، چهارشنبه د غبرګولې ۲مه د یاد ولایت له والي عبدالله سرحدي سره په کتنه کې ویلي چې د دغه کورونو د جوړولو کار به ژر پیل شي.
د وینټو موسسې مشر او د ایټالیا د فلورانس پوهنتون له مشر پروفیسور ډالي سره یو ځای د بامیانو له والي سره کتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې کورونو لګښت ۳۰۰ زره امریکایي ډالر کېږي.
هغه زیاته کړې ده چې دغه کورونه په «پاخه»او «بنسټـیز» ډول جوړوي.
د دې ایټالوي موسسې مشر دا هم ویلي چې دوى د باميانو په مرکز کې د «زرګران ښارګوټي» د ښه والي لپاره هم معيارونه وضع کوي.
هغه زياته کړه، چې د دغه ښارګوټي د ښه والي په پلان کې د ښار دننه د سيلابونو لپاره کانالونه، خندقونه، سړکونه او کوڅې شاملې دي.
د بامیانو په ګډون د هېواد په مرکزي سیمو کې لسګونه کورنۍ په غارونو یا سمڅو کې ژوند کوي او دوی بار بار ښاري او ولسي خدماتو ته د نه لاسرسي په اړه شکایتونه کړي او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه یې کړې ده.