Home » افغانستان » وګړو صندوق روان کال ۹۰زره افغان ميندو ته د زېږون خدمتونه وړاندې کړي

وګړو صندوق روان کال ۹۰زره افغان ميندو ته د زېږون خدمتونه وړاندې کړي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق يا UNFPA وايي، چې په افغانستان کې يې خپلو مېنو ته د بېرته راستنېدونکو ميندوارو ميرمنو لپاره د خوندي زېږون په موخه د ټولنيز ملاتړ خدمتونه دوام لري.

په افغانستان کې د ياد صندوق مسوول الکساندر بوديروزا نن پنج‌شنبه د (تلې په ۲۸مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې د يادو خدمتونو لپاره يې په افغانستان کې له وړاندې دوه روغتيايي مرکزونه فعال کړي دي.

د نوموړي په خبره، د يادو مرکزونو له لارې يې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې ۹۰زره ميندوارو ميرمنو ته د خوندي زېږون په موخه اړين خدمتونه وړاندې کړي او درملنه يې شوې ده.

لا هم په افغانستان کې خلک شکايت کوي، چې ميندوارو ميرمنو ته په روغتيايي مرکزونو کې د خدمتونو وړاندې کولو لازمې اسانتياوې نشته او له همدې کبله د مور او ماشوم مړينې ګراف لوړ پاتې دی.

دوی ټينګار کوي چې د عامې روغتيا وزارت دې يادې برخې ته پاملرنه زياته کړي، څو په خبره يې په افغانستان کې د زېږون پرمهال د مور او د ماشوم د مړينې کچه ټيټه شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...