پاکستاني پوځيان په غیر قانوني توګه له فرضي کرښې را اوړي او د عامو افغانانو په ځورونه لاس پورې کوي.
په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي وایي چې پاکستاني پوځیان ددغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې له فرضي کرښې را اوښتي او دېخوا ته یې پر عامو افغانانو ظلمونه پيل کړي دي.
د ولسې جرګې غړې ثریا اکبري وایي پاکستاني پوځیان د هرې ورځې په تېرېدو لا ډېر له فرضي کرښې را اوړي او په ټولو پنځو سرحدي ولسوالیو کې یې نظامي تاسیسات جوړ کړي دي.
هغه وایي د پاکستان نظامي تاسیسات بیخي په افغان خاوره کې دي خو حکومت یې پر وړاندې چوپ دی.
بلخوا د ولسي جرګې بل غړی الله ګل مجاهد بیا وایي چې ډیورنډ فرضي کرښه هېڅوک په رسمیت نه پېژني او پنځه سیاستوال د خپلو شخصي ګټو لپاره د ټول ولس استازیتوب نه شي کولی، نو ځکه دغه کرښه افغانانو ته هېڅ ارزښت نه لري.
د ولسي جرګې غړو داسې مهال د پاکستانيانو د ناقانونه کړنو پر وړاندې د حکومت پر چوپیا نیوکه کړې چې پاکستاني عسکر وخت ناوخت پر ډیورنډ فرضي کرښه د غیر قانوني کړنو په دوام ان مخامخ له افغان ځواکونو سره جګړه هم کوي.