Home » افغانستان » ويسټ او بلاول په افغانستان کې د سولې او ثبات د تحکيم پر لارو چارو غږېدلي

ويسټ او بلاول په افغانستان کې د سولې او ثبات د تحکيم پر لارو چارو غږېدلي

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د نوموړي هېواد بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زردادري پرون دوشنبه د (وږي په ۲۸مه) د افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي توماس ويسټ سره ليدلي او د افغانستان او پاکستان پر اړوند مسايلو يې ورسره خبري کړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلی، دواړو لورو د افغانانو ستونزو کمولو او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ودې په موخه، د نړیوالې ټولنې د دوامدارو هڅو او ښکیلتیا او دغه ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره د همکاریو دوام يوه اړتیا بللې ده.

په داسې حال کې چې افغانستان اوس هم له بشري ناورين سره مخ او ژمی هم په را نږدې کېدو دی، بلاول بوټو زرداري دغه ټول ابعاد په راتلونکي کې له افغانستان څخه د ګډوالۍ څپې د پورته کېدو عوامل بللي دي.

نوموړي ويلي چې په بشري ناورين او سخت ژمي له امله له افغانستان څخه د کډوالۍ په زياتېدو سره به، سيمه‌ييزو او نړيوالو ترهګرو ډلو ته هم له کډوالو څخه د استفادې زمينه برابره شي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويست د افغانستان سولې او ثبات په مسئله کې د پاکستان همکاري او هڅې ستايلي او زياته کړې يې ده، چې په افغانستان کې د بشري ناورين مهارول لا هم د امريکا په لومړيتوبونو کې دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...