لیکوال: صدیق الله احمدزی
پر امریکا باندې د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د تروریستي برید په نتیجه کې ظاهرا نړی یو ځل بیا افغانستان ته پام وکړ او د ملګرو ملتونو د امینت شورا توافق وکړ چې د نړیوال ایتلاف ځواګونه افغانستان ته راشي او طالبانو واکمنۍ په پوځي توګه له واک څخه لېرې کړي. همداسې وشول او په ۲۰۰۳ کال کې د حامد کرزي په مشرۍ د آلمان د بن کنفرانس د توافقاتو په نتیجه کې رامنځته شوه او د نړیوالې ټولنې لخوا د میلیاردونو ډالرو د مرستې ژمنه ترسره شوه. پرمختیايي پروژې په افغانستان کې پیل شوې او په زرګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره شوه. په خدماتو، مخابراتو، رسنیو، بانکونو، توریزم او ګرځندوی، ساختماني او خصوصي تحصیلي موسسو په برخه کې په سلګونه میلیونه ډالره خصوصي پانګونه جذب شوه. په لسګونه زره ماشومان، ځوانان ، نجونی او هلکان مکتبونو او پوهنتونونو ته مخه کړه او د افغانستان د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي برخو بیا رغونه په چټکه توګه پیل شوه.