Home » افغانستان » ولې عمرزی د نړۍ غوره لوبغاړی شو؟

ولې عمرزی د نړۍ غوره لوبغاړی شو؟

د کرېکټ نړیواله شورا (ای سي سي ) د ۲۰۲۴م کال د کرېکټ د پنځوس اوریزو سیالیو غوره لوبغاړی عظمت الله عمرزی اعلان کړ چې دې ګڼ شمېر افغانان ډېر خوښ او حیرانه کړل.

ای سي سي پر خپله وېبپاڼه د دې خبر پخلی کړی او لیکلي یې دي، د نړۍ یو بل نوي ستوري د پنځوس اوریزو سیالیو د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ، عمرزي د کرېکټ په ډګر کې دا ثابته کړه چې نوموړی یو غوره لوبغاړی دی.

د کرېکټ دا شورا زیاتوي چې عمرزی له ۲۰۲۳کال څخه تر ۲۰۲۴کاله پورې د خپل ځان په ګټه ډېر ښه ولوبېد او د افغان لوبډلې په بریا کې یې خاص رول درلود.

عظمت الله عمرزی د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د الراونډر په توګه لوبه کوي چې تر دا مهاله ډېر بریالی ثابت شوی دی.

نوموړي په تېر کال کې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې لوبې وکړې او د ښو لوبو له کبله یې نړیوال شهرت هم ترلاسه کړ.

د کرېکټ نړیواله شورا هر کال د کرېکټ په بېلابېلو فرمټونو کې غوره لوبغاړي اعلانوي چې په نړۍ کې ورته ډېر مخکښ لوبغاړي په تمه وي.

یوازې عظمت الله عمرزی نه و چې دې جایزې ته یې انتظار کاوه بلکې دده ترڅنګ د نړۍ نور مخکښ لوبغاړي هم په تمه وو.

د غوره لوبغاړي دې جایزې ته د سريلانکا ډېر پیاوړی لوبغاړی کوسال مینډېس، د وېست انډیز د شېرفن رودرفورډ او د سريلانکا بل لوبغاړی وانندو هاسارنګا انتخاب شوي وو، خو جایزه افغان لوبغاړي عمرزي وګټله.

هغه سیالي چې عظمت الله عمرزي ته یې ډېر شهرت ورکړ او ددې جایزې حقدار یې کړ، د سريلانکا پر خلاف د نوموړي ۱۴۹ناسوځېدلې منډې دي.

نوموړي همدارنګه د جنوبي افریقا پر وړاندې هم په پنځوسو توپونو ۸۶منډې ناسوځېدلې منډې کړې وې.
عمرزی په ښي لاس تېزه توپ اچونه کوي چې اِن سوینګ او اوټ سوینګ دواړه په ډېر مهارت سره کوي.

۲۴ کلن عمرزي په تېر ۲۰۲۴ کال کې ۱۴ پنځوس اوریزه سیالۍ ترسره کړې دي چې ټولې یې ۴۱۷ منډې یې پکې کړي او ۱۷ وېکټې یې هم اخیستې دي.

ایا دا جایزه د افغانستان لپاره مهمه ده؟

د کرېکټ مبصرین وايي، په کرېکټ کې د کال غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کول د یوه هېواد کرکټ سره خورا مرسته کوي او دا څه د ځوان لوبغاړو د ډېرو هڅو سبب کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ هم دا جایزه مهمه بللې ده او دا یې د افغانستان کرکټ لپاره یو ښه خبر یاد کړی دی.

د افغان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:” ډېر خوښ یم چې عظمت الله عمرزی د تېر کال د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو. د نوموړي بې ‌ساري کارکردګۍ او غوره لوبې د دې لامل شوې چې دغه ستر ویاړ د افغانستان په نوم کړي.”
همداراز زیاتوي:” د افغان لوبغاړو دا بریاوې او ځلېدنه د هېواد لپاره نه یوازې ویاړ دی، بلکې د افغانستان د کرېکټ د لا زیات پرمختګ او روښانه راتلونکي زېري هم له ځان سره لري.”

خپله عمرزي هم دا زېری د افغان ځوانانو لپاره یو مثبت خبر بللی او ویلي یې دي: “ډېر خوشاله یم چې د کال غوره لوبغاړی ونومول شوم دا ماته ډېر زیات د افتخار او خوشحالۍ احساس راکوي. دا هغه څه و، چې تر شا یې موږ ډېر محنت او خواري کړې وه. دغه راز دې ادارې او روزونکو او په ځانګړې توګه د مشرانو لوبغاړو (سینېر) له خوا چې له موږ سره خواري او محنت شوی وو. هغه اعتماد یې چې پر موږ وکړ، موږ ته یې ډېره زیاته انرژي راکوله. موږ هم همېشه دا کوشش کوو، چې دا اعتماد او باور خراب نه کړو.”

په ټولنیزو پاڼو کې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي د کال غوره لوبغاړي اعلان څخه تود هرکلی شوی او دا یې د هېواد لپاره لویه لاسته راوړنه یاده کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د کرېکټ مشهورو، لوبغاړو او مبصرینو هم عظمت الله عمرزي ته مبارکي ویلې او هغه یې یو پیاوړی لوبغاړی یاد کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...