لیکوال: صدیق الله احمدزی
آیا د افغانستان د اوسني وضعیت د خلاصون لپاره د اسلامي هیوادونو ترمینځ کوم روښانه دریځ شته؟ په دې وروستیو کې یو شمېر اسلامي هېوادونه په افغانستان کې د اسلامي زده کړو د مدرسو په جوړولو په میلیونونه ډالره پانګه اچونه کوي. په خوست کې د سعودي عربستان لخوا د ۱ میلیون ډالرو په ارزښت د دوه مدرسو جوړونه، په پکتیا کې د پاکستان لخوا د ۴۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د دیني مدرسې جوړول او په دې وروستیو کې د ترکیې د ولسمشر لخوا په میدان وردګو ولایت کې د ۱ میلیون ډالرو په ارزښت د یو شمیر دیني مدرسو د جوړولو چارې پیل کړي.

په داسې حال کې چې افغانستان کې په میلیونونه خلک د بیوزلی او فقر له امله حتی په ۲۴ ساعتونو کې یو ځل د خوړو لپاره امکانات په سختي برابروي، خو دا د اسلام تر نامه لاندې واکمنۍ له دې چې د افغانستان بېوولو خلکو او په تېره بیا ماشومانو ته یوه اندازه خوراکی توکي او د ژوند لومړني ضروریات چمتو او مرسته وکړي، لګیا دي هر یو د مدرسو په جوړولو کې سیالي او رقابت کوي.
پوښتنه دا ده چې دا هیوادونه افغانستان کې څه غواړي ؟ که د دوی هدف او مرام دا وي چې د افغانستان ماشومانو او ځوان نسل لپاره د علم او زده کړو زمینه برابروي او په دې بهیر کې مرسته کوي – خو ولې د نجونو لپاره د ښونځیو په بیلا خلاصون باندې دوی هېڅ راز بحث او خبرې اترې نکوي؟ دا هغه پوښتنې دي چې افغانان پرې پوهېږي – خو له بده مرغه سیاستوال مو هېڅ کله دغه شان کړنو ته توجه نکوي. دا چې د افغانستان خلک د دیني مدرسو جوړولو ته لوړی اړتیا لري او که د ژوند د لومړنیو اړتیا د برابرولو لپاره – دا اړتیا د افغانانو په پرتله د نړی د اسلامي هیوادونو سیاستوال ښه درک کوي.
له رویداد خبري آژانس سره په بېلابېلو مرکو کې یو شمیر دیني عالمانو او سیاسي شنونکو چې و نه یې غوښتل خپل نومونه او هویت څرګند کړي، په دې باور دي چې کوم وضعیت چې په تېرو ۴۵ کلونو کې افغانستان له ناورین سره مخامخ کړی – هغه همدا د اسلامي هیوادونو، امریکا او پخواني شوروي ترمینځ د نیابتي جګړو دوام ده چې تر ننه پورې افغانان په کړاونو کې ژوند لري او لږ تر لږه ۳ نسلونه مو په جنګ او جګړو کې را لوی شول او د سولې په ارمان له نړۍ بیرته سترګې پتې کړې. دا چې د افغانستان سیاسي چارواکي به څنګه او کوم وخت کې د دغو هیوادونو په نیت پوه شي، دا به د وخت په تیرېدو سره جوت شي، خو اړتیا ده چې اوسنۍ نسل په حقایقو سر خلاص کړي.