Home » افغانستان » ولمسشرغني نن نوي نوماند وزیران رسمآ معرفي کړل
رویداد خبري آژانس

ولمسشرغني نن نوي نوماند وزیران رسمآ معرفي کړل

له اوږده ځنډ وروسته د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت جوړېدو هوکړې له مخې نن دوشنبه د سپتمبر ۱۴ (وږي ۲۴) ولسمشر غني د یوې غونډې په ترڅ کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه، د کابینې نوي نوماند او سرپرست وزیران رسمآ معرفي کړل.

رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني په چهار چنار ماڼۍ کې د یادو وزیرانو د معرفي په مراسمو کې دې ته په اشارې چې د افغان دولت د رهبرۍ ډله مطلق متحده، ژمنه او همفکره ده ویلي، دا خبره چې څوک له کوم ځای او ادرس څخه راغلي دي پای‌ته ورسېده.

ولسمشر غني زیاته کړې، تر دې وروسته د هر وزیر کار د رهبرۍ ټیم سره دی نو خلکو ته خدمت او ځواب ویل یې باید په کاري لومړیتوبونو کې ځای ولري.

رویداد خبري آژانس

د یادونې ده چې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ، فضل احمد معنوي د عدلیې، قدرت الله ذکي د ترانسپورټ، محب الله صمیم د سرحدونو، بشیر احمد ته‌ینج د کار او ټولنیزو، نور رحمان اخلاقي د کډوالو، انوارالحق احدي د کرنې، معصومه خاوري د مخابراتو، عباس بصیر د لوړو زده کړو، نثار احمد غوریاني د سوداګرۍ او کریمه حامد فاریابي د اقتصاد وزارت نوماند وزیرانو په توګه ټاکل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...