Home » افغانستان » ولسي جرګې د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام رد کړ
رویداد خبري آژانس
ولسي جرګه

ولسي جرګې د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام رد کړ

ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ملي دسترخوان لپاره د ۲۰۰ ميیليونه ډالرو بودجې سند، د رايو په اکثريت سره رد کړ.

د ولسي جرګې غړي عبدالروف شپون نن سې شنبه جولای۲۱(چنګاښ۳۱) یوې رسنۍ  ته وویل چې یاد پروګرام ځکه د ولسي جرګې لخوا رد شوو چې د مستحقو کسانو پر ځای شخصي جېبونو ته تله.

نوموړي زیاته کړه:”د ملي دسترخوان نظارت خو ډيره سخته او مشکله خبره وه، په دې کې پیسې حیف و میل کېدې، د رئیس جمهور خو مهرباني کیږي، خو دا لاندې خلک بیا له کنټرول نه بیخې بهر دي،په دې اساس دا ټوله افغانانو ته نه رسېده، مستحقو ته نه رسېده شخصي جېبو ته تله، موږ په دې اساس دا شی رد کړ.”

ښاغلي شپون زیاته کړه چې نن سې شنبه د ولسي جرګې په تلار کې څه باندې۱۳۰ وکیلان حاضر و.

هغه وویل چې د حکومت لخوا د روژې میاشت کې د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام کې هم پراخ فساد شوی چې اسناد یې له وکیلانو سره موجود چې په وینایې ځکه دغه پروګرام یې رد کړ.

د ولسي جرګې غړي عبدالروف شپون وویل چې حکومت دې د مربوطه وزارتونو له لارې خلکو ته خدمت وکړي.

خو د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په غونډه کې  د ولسي جرګې د پریکړې په تړاو وویل، چې د ملي دسترخوان موخه له لوږې، بې وزلۍ او د کورونا منفي اغېز سره مقابله ده:

“زموږ هیله دا ه چې دوی(وکیلان) د خلکو سره وي او کله چې حکومت یو پراخ پروګرام لريه غه هم د دوی موکلانو ته نو دوی دې ملاتړ وکړي.”

 دا په داسې حال کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د تیرې شنبې په ورځ د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت له بېوزلو کورنیو سره د مرستې په هدف د «ملي دسترخوان» په نوم پروګرام پرانیست.

د یاد پروګرام له لارې افغان حکومت پر بېوزلو کورنیو باندې، اوړه، غوړي، لوبیا، صابون او ځينې نور اړین توکي وېشل.

ولسمشر غني د یاد پروګرام د پرانیستلو پرمهال وویل که هر چارواکي په دغه پروګرام کې فساد وکړ له پښو نه به یې راوځړوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...