Home » افغانستان » ولسي جرګه:د رد شویو وزیرانو ټولې چارې غیرې قانوني دي
رویداد خبري آژانس

ولسي جرګه:د رد شویو وزیرانو ټولې چارې غیرې قانوني دي

د ولسي جرګه کې غړي وایي، د رد شویو وزیرانو ټولې چارې غیرې قانوني دي.

د ولسي جرګې غړو پر ولسمشر غني غږ کړی چې ژر تر ژره دې د رد شوو وزیرانو پر ځای نور کسان د باور رایې اخیستو لپاره ور معرفي کړي.

د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال ویلي چې د ولسي جرګې له لوري رد شوي وزیران باید د وزارت پر ځای کورونو ته ولېږل شي ځکه چارې یې غیر قانوني دي او هېڅ راز قانوني صلاحیت نه لري.

وکیلانو دغه راز خبرداری ورکړی دی چې که ولسمشر غني ژر تر ژره نوي وزیران ورمعرفي نه کړي نو دوی به اړ شي چې د یادو وزارتونو بودیجه لغوه کړي او په اړه یې جدي اقدام وکړي.

وکیلان له ولسمشر غني غواړي چې قوانینو ته درناوی وکړي او په پوره مسوولیت دې د قانون ماتونې مخنیوی وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...